صالح: افغان سیاستوالو پاکستان ته په تګ خپل تاریخ مسخره کړ

صالح: افغان سیاستوالو پاکستان ته په تګ خپل تاریخ مسخره کړ

د ملي امنیت مخکېني رییس امرالله صالح پاکستان ته د یو شمېر افغان څېرو په سفر سخته نیوکه کړې ده.

 

امرالله صالح په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، هغه کسان چې د یو متخاصم دولت خاورې ته تللي دي، لوی عیب او شرم دی.

 

د صالح په وینا، افغان سیاستوالو پاکستان ته په خپل سفر تاریخ رشخند کړ او هلته يې د افغانستان په یوې لانجمنې او حساسې مسلې چې ډیورنډ کرښه ده، بحث او خبرې وکړې.

 

صالح ویلي چې افغان سیاستوالو پاکستان کې د طالبانو په بریدونو او چاودنو ځان غلي کولو وښوده چې دوی د افغانانو وینو ته درناوی نه لري.

 

له صالح وړاندې د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار هم پاکستان تللو کسانو ته د سیاسي سوداګرو نوم ورکړی و.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.