ضیا مسعود ته د نویو صلاحیتونو تفویض خلک قهرولي دي

ضیا مسعود ته د نویو صلاحیتونو تفویض خلک قهرولي ديد ښې حکومتوالۍ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضیا مسعود ته د فوق العاده صلاحیتونو تفویض په افغانستان کې سیاستوال او مدني فعالان سخت قهرولي دي.

پرون ولسمشر غني د یو ځانګړي فرمان په ترڅ کې ښاغلي مسعود ته د ولسمشرۍ د دوه نورو مرستیالانو په اندازه واکونه ورکړل او دا چاره په حکومتي تشکیلاتو کې د کاري تداخل، بې نظمۍ او ناقانونه تطمیع یو ترټولو بد ډول دی.

مدني فعالان ادعا کوي، چې د ناراضي‌ مجاهدینو په یوه وروستۍ ناسته کې د ضیا مسعود راڅرګندېدل د ولسمشر غني لپاره یو ګواښ و، او ولسمشر له همدې کبله چې مسعود یې له ډلې ونه وځي، نوموړي ته یې د ضرورت او قوانینو خلاف واکونه ولېږدول.

شنوونکي وايي، ضیا مسعود په وروستیو کې له بېلابېلو ډلو سره ناستې کولې او په حکومت کې له خپل سمبولیک رول څخه یې شکایت کړی و.

ضیا مسعود د شمالي ټلوالې فعال غړی دی، په وروستیو انتخاباتو کې له ولسمشر غني سره یوځای شو، دده د نفوذ ترټولو مهمه حوزه پنجشیر وه، خو ښاغلي ضیا هلته حداقل رایې هم ولسمشر غني ته راټولې نکړای شوې.

ضیا ته د فوق العاده صلاحیتونو په ورکړې سره ولسمشر او معاونین یې نور هم د صلاحیت له لحاظه له ننګونو سره مخ شول، په دې تناسب عبدالله او ضیا مسعود چې دواړه د ټلوالې غړي دي، د حکومت یوه لویه برخه واکونه په خپل اختیار کې لري او د صلاحیتونو د اعمال ترڅنګ کولای شي د ولسمشر ځینې هغه پرېکړې وننګوي چې نوموړي یې خپل ګڼي.

احمد ضياء مسعود
احمد ضياء مسعود او جهادي مشران

شمالي ټلواله په سیستماتیک ډول په اوسني حکومت کې ونډه لري په چارو کې د مداخلې ترڅنګ ډېر وخت د ولسمشر د احکامو او کړنو مانع هم ګرځي.

تبصره وليکئ