طالبانو دده يک خلکو ته ويلي “کورونه پرېږدئ “

طالبانو د غزني ولايت دده يک ولسوالۍ سلو کورنيو ته خبرداری ورکړئ, چې کورونه خالي کړي او له سيمې وکوچېږي.
دغه کورونه په مشخصو کليو او حساسو کليوالو سيمو کې موقعيتونه لري.
taliban98089we
د غزني د والي مرستيال محمد علي محمدي دطالبانو له خو دخلکو ګواښلو دا خبر تاييدوي او وايي هغه سيمه کې طالب وسله وال له اوږدمهاله کليوال د اور په تبۍ کينولي دي.
په لومړي سر کې طالبانو دده يک له خلکو وغوښتل چې دپولسيو د پوستو دجوړښت مخالفت دې وکړي او هغوی دې پسې واخلي خو کله چې کليوالو داکار ونکړای شو نو طالبانو وګواښل چې خپل کورونه خالي کړي.
ده يک د غزني له ناامنو سيمو ده چې په تېر مهال کې طالبانو هم د پټنځای استفاده ورڅخه کړې او هم چې دطالبانو پرضد عمليات شوي نو طالبانو ځايي خلک دولت ته د جاسوسۍ او مرستدنويۍ په تور ځورولي او ګڼ شمېر يې وژلي دي.
ده يک کې د طالبانو يو د ماين جوړونې ستر مرکز هم فعال دی چې بهرني طالب روزونکي پکې طالبانو ته روزنه ورکوي.
ځايي خلک وايي طالبان له لويو لارو راستانه کړي خلک دلته محاکمه کوي, ساتي او وژني او له دې کبله ځايي خلک له يو شديد رواني کړاو سره مخ دي.

تبصره وليکئ