طالبانو د سرپل دوه بزګر وژلي‌ دي

طالبانو د سرپل دوه بزګر وژلي‌ ديد سرپل ولایت هغه دوه بزګران چې څلور ورځې وړاندې طالبانو برمته کړي‌ وو، پرون یې ووژل.

بزرګرانو له خپل ولایت څخه جوزجان ته پیاز وړي‌ و، چې ویې پلوري‌ چې په لاره کې طالبانو له دوه ماشومانو سره ونیول او پرون یې ووژل.

د یو بزګر ورور محمد جعفري وايي، ورور یې له هیچا سره اړیکې نلرل، بیوزله سړی و او له خپلو پټو ترلاسه کړي‌ پیاز یې سرپل ته وړي‌و چې خرڅ یې یې کړي او خپل اولاد ته نفقه پیدا کړي‌چې طالبانو په لاره کې له یو بل بزګر او دوه ماشومانو سره یې ونیول. د جعفري‌ په خبره طالبانو پرون هغه ماشومان راخوشي‌ کړل خو پلار یې او یوبل بزګر یې اعدام کړل.

دوی شکایت کوي‌چې پولیس او  دولتي‌ځواکونه یې د سیمې په خوندي‌ساتلو کې پاتې راغلي دي. دوی وايي‌ دولت خپله هم څه نه کوي‌ او موږ ته هم اجازه نه راکوي‌ چې د خپلو سیمو امنیت پخپله ونیسو.

د سرپل د ولایتي‌شورا وکیلان وايي، بزګران له طالبانو سره بندیان وو، چې دولتي‌ځواکونو د هغوی د خلاصون لپاره عملیات پیل کړل او کله چې طالبان خبر شول چې ددوی د خلاصون لپاره پولیس پلټنې کوي نو هغوی یې ووژل.

په سرپل کې امنیت ترینګلی دی او ځايي‌ خلک شکایت کوي چې ډله ډله طالبان له یوې ولسوالۍ بلې ته لېږدي.

څو ورځې وړاندې د همدې ولایت په سوزمه کلا ولسوالۍ کې طالبانو یوه میرمن د زنا په تور سنګسار کړه.

تبصره وليکئ