طالبانو په سوزمه کلا کې یو سړی او مېرمن سنګسار کړل

** EDITORS NOTE GRAPHIC CONTENT ** FILE - This Sunday, Dec. 13, 2009 file photo is one of four pictures by Somali photographer Farah Abdi Warsame that won the second prize in the General News Stories category of the 2010 World Press Photo contest, announced Friday, Feb. 12, 2010. Forty eight-year-old Mohamed Abukar Ibrahim is stoned to death by militants from the Hizb Al-Islam group in Afgoye district in Somalia. A local Islamist court sentenced the victim to death by stoning after he was found guilty of committing adultery while married. (AP Photo/ Farah Abdi Warsameh, File) Original Filename: Somalia_World_Press_Photo_NAI106.jpg

وسله والو طالبانو په سرپل ولایت کې یو سړی او مېرمن په دې تور په عامر محضر کې په ډبرو وژلي ( سنګسار کړي) چې ادعا کېږي ترخپل منځ یې نامشروع جنسي اړيکې لرلې.

د یکشنبې په ورځ د سرپل ولایت د عامه اړيکو مسول حامد علمي رسنبو ته وویل چې پېښه د سرپل ولایت په یوه نسبتاً‌لرې پرته ولسوالۍ سوزمه کلا په قلعه سرخ کې رامنځ ته شوې ده.

حامد وايي طالبانو دوی له څو ورځو په شخصي زندان کې ساتل او تر محاکمې وروسته یې په عام مجضر کې په ډبرو ووژل.

سوزمه کلا ولسوالي د سرپل ولایت له هغو سیمو ده چې له تېرو اتو کلونو راهیسې دولتي حاکمیت پکې کمزوری دی او طالبان ډېرې دغسې پرېکړې پخپلو محکمو کې ترسره کوي.

تردې دوه اونۍ وړاندې افغان دولت یوې محلي محکمې په غور ولایت کې هم یو هلک او نجلۍ د نامشروع اړیکو د لرلو په تور په عام محضر کې سل سل دورې ووهل.

ددغې پېښې ترشا معلوماتو په ډاګه کوله چې هلک د یو محلي ځواکمن ډرېور و او د جنسي اړیکو په قضیه کې خپله محلي ځواکمن ښکېل و، خو سپیناوی ونشو.

په وروستیو کې په افغانستان کې د مېرمنو پروړاندې زورزیاتی د پخوا په نسبت خراب شوی او د مېرمنو د حقونو مدافعین وايي، چې په دې برخه کې افغانستان بېرته یو سنتي ژوند ته د ستنېدو په حال کې ښکاري

تبصره وليکئ