طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

طالبانو په ننګرهار کې د ۳۱ روغتیایي مرکزونو دروازې وتړلې

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
وسله والو طالبانو د ننګرهار په حصارک ، شیرزادو، خوږیاڼیو، سره رود او لعل پورې ولسوالیو کې په روغتیایی خدمتونو کې د ستونزو په غبرګون کې د ۳۱ روغتیايي مرکزونو دروازې تړلي دي. په ننګرهار کې محلي مسوولینو هم دا خبره تایید کړې ده .ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند ګڼي وايي: ( د ننګرهار په ډېرو ولسوالیوکې روغتیايي خدمتونه یوې انجیو ته ورکړل شوي، چې په نشت حساب دي او دوی یې ځکه دروازې تړلي چې خلک د روغتیايي مرکزونو په نوم تشو ودانیو ته پر ورتګ تکلیف ونه ګالي).
هغه وايي: ( یاده انجو روغتیايي مرکزونو ته درمل او د کارکوونکو معاشونه پخپل وخت نه ورکوي او هڅه کوي چې دوی ته د خدماتو لپاره ورکړل شوې پیسې په یوه او بل نوم غلا کړي).
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست وايي د ورسېدلو شکایتونو په اړه به څېړنه وکړي او د ټولو هغو کلینیکو د روغتیایی خدمتونو ستونزې به حل کړي چې خلک ترې شکایتونه لري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.