طالبانو په کندوز ښار له څلورو خواوو بریدونه پیل کړي دي

طالبانو په کندوز ښار له څلورو خواوو بریدونه پیل کړي ديد افغانستان په شمال کې د کندوز ولایت په ښار له څلورو خواوو د وسله والو بریدونه پیل شوي او د ښار حالت یې ترینګلی کړی دی.

بریدونه چې لومړی د امام صیب له لوري په کندوز ښار پیل شوی اوس د کابل دروازې په شمول له څلورو جهتونو ادامه لري. تردم ګړۍ د تلفاتو دقیق امار نشته، د ښار له منځه خلک په تېښته دي او د سختو سپکو او درندو ډزو اوازونه اورېدل کېږي.

د کندوز ښار اوسېدونکي وايي، د کابل دروازې له لوري څو امنیتي پوستې هم طالبانو نیولې او سملاسي په یوه امنیتي حوزه جګړه دوام لري.

طالبان اول د کندوز د ښار هغو ځایونو ته ورغلي وو چې امنیتي پوستې په کې نه وې، بیا یې پر پوستو بریدونه پیل کړل، د تیت و پرک جګړې کنټرول ګران دی خو امکان نه لري چې څو ساعته دې طالبان کندوز وساتي.
هسې یو مانور به یې حساب کړو.

یو افغان ځايي خبریال په خپل فیسبوک لیکلي، طالبان د کندوز ښار ته نه دي داخل شوي ولې شاو خوا یې کمربند جوړ کړی، ګڼې ډزې کرار شوې او یو نیم د وړو وسلو غږ اوریدل کیږي.
امنیتي ځواکونه هم ځانونه سمبالوي چې څه ډول بیرته حمله وکړي.

کندوز یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د طالبانو ټینګ مرکز و، خو په وروسته کې دغه ولایت د سیمه ییزو جنګسالارانو او لوړپوړو دولتي چارواکو ترمنځ د سیالۍ په میدان بدل شو. د کندوز خلک وايي، همدې سیالیو د طالبانو نفوذ ته لاره هواره کړه او اوس په اکثرو ولسوالیو طالبان حاکم دي.

څه باندې دوه میاشتې وړاندې طالبانو دوه ځله  دکندوز ښار په خواوشا کې له افغان ځواکونو سره سختې جګړې وکړې خو په نتیجه کې طالبانو ماتې وخوړه اما اوس داسې ښکاري، چې طالبانو د ټول شمال لپاره د خپل پناځای او لومړني سنګر په توګه کندوز ټاکلی او هڅه کوي د کندوز په لاندې کولو سره په شمال کې ددولت پر مورال اغېز واچوي.

د وروستۍ جګړې له سیمې ترلاسه شوي راپورونه وايي، چې افغان ځواکونو د مهماتو، وسلو او سرتېرو د زیاتولو غوښتنه کړې او وايي که پر وخت مرسته ورته ونه رسېږي دوی به په جګړه کې له بد حالت حتی شکست سره مخ شي.

تبصره وليکئ