طالبان د بادغېس د پستې له حاصلاتو ۴۰تر ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي

طالبان د بادغېس د پستې له حاصلاتو ۴۰تر ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کړي

د بادغیس ولایت چارواکي وايی، طالبانو په دغه ولایت کې د پستې ځنګلونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي او د پستې ټول حاصلات به خپله راټول کړي.

دبادغیس د پستې ځنګلونو کلنی محصول ۳۰ زره ټنه دی او سږ کال دغه ځنګلونه په بشپړه توګه دطالبانو په ولکه کې دي.

د بادغیس د کرنې ریس حفیظ الله بینش وايی طالبان سږ کال د پستې له درکه ۴۰ تر ۵۰ میلیون ډالر عاید ترلاسه کوي او دا د افغانستان کرنیزو تولیداتو او عوایدو ته ډېر لوی تاوان دی.

د بادغیس د ولایتي شورا غړي هم تاييدوي چې طالبانو د بادغیس د پستې ځنګلونه په خپل کنترول کې اخستي او له دې لارې ترلاسه کېدونکې پیسې به د وسلو او چاودېدونکو توکو د اخستلو لپاره او په ټوله کې د طالبانو د مالي لګښتونو لپاره ډیره لویه تکیه وي.

د ولایتي شورا ریس سید بهاوالدین قریشي وايي؛ د ناامنۍ او له مخکې د طالبانو د تیاري له کبله موږ افغان حکومت او خلکو ته یو دا خواشینونکی خبر لرو چې سږ کال یې دپستو محصولات له لاسه ورکړل.

دوی وايي طالبان د کال له سره ددې لویې مالي ګټې د ولکه کولو لپاره له نورو سیمو د پستو ځنګلي ساحو ته رسېدلي وو او خلک یې وګواښل چې ځنګلونو ته ورنشي. دوی خلک ګمارلي چې دا محصولات راټول د مزد په بدل کې راټول کړي او د طالبانو ګودام ته یې وسپاري.

د بادغیس ولایتي چارواکي وايي، تر دې وړاندې د پستې ډېر ځنګلونه د طالبانو له خوا تخریب شول او دوی به له دغو ځنګلونو څخه د افغان ځواکونو پرضد عملیات کول.

 

تبصره وليکئ