ظاهر قدیر وايي حکومت ته یې ماتې ورکړه

ظاهر قدیرد ولسي جرګې یو شمېر غړي وايی ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر د دغه جرګې د اداري پلاوي د ټاکلو په چارو کې لاسوهنه کوله نو ځکه دا ټاکنې دومره اوږدې شوې.

که څه هم ولسي جرګې د شپاړسمې دورې شپږم کال څلور ورځې مخکې پیل کړی و، خو نن وتوانیده چې لومړی مرستیال وټاکي. د لومړي مرستیال د غوراوي په موخه څو ځلې ټاکنې وشوې، خو د دغه پست نوماندانو به دومره رایې نه شوای ترلاسه کولای چې بریالي شي.

ظاهر قدیر چې نن د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه وټاکل شو وایي ولسمشر او د ملي امنیت شورا سلاکار نه غوښتل چې دی یوځل بیا په دغه دنده وټاکل شي نو ځکه یې د اداري پلاوي د غوراوي په ټاکنو کې لاسوهنه کوله.

هغه چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په توګه تر غوره کیدو وروسته یې خبرې کولې وویل: «حکومت او هغه کسان چې زه یې نه غوښتم او ستون پنجم دې چمتو شي زه یوځل بیا راغلم او دداعش پروړاندې به مبارزه وکړم

ولسي جرګې نن د هغو کسانو ترمنځ بیا ټاکنې وکړې چې په تیرو هغو کې یې د نورو په پرتله ډیرې رایې ګټلې وې. په دې پړاو کې د ننګرهار د خلکو د استازي ظاهر قدیر او د خوست د خلکو د استازي همایون همایون ترمنځ ټاکنې ترسره شوې.

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمی چې له تیرو څلورو ورځو را په دیخوا یې د اداري پلاوي د غوراوي څو پرلپسې ناکامې لیدلې وې خوښ شو چې د لومړي مرستیال په ټاکلو وتوانیدل. هغه وویل : « د ظاهر قدیر تاییدی رایې ۱۳۸ او د همایون همایون ۳۶ دي چې ظاهر قدیر د لومړي مرستیال په توګه انتخاب شو. »

د ولسي جرګې غړي همایون همایون چې په دغو ټاکنو کې یې رایې تر ظاهر قدیر لږې وې ادعا وکړه چې حکومت نه غوښتل ظاهر قدیر د ولسي جرګې لومړی مرستیال شي نو ځکه ده ځان کاندید او په دې توګه یې د ده په اند حکومت ته ماتې ورکړه او ظاهر قدیر یې بریالی کړ.

همایون وایي: «زما هدف دا نه و چې دغه څوکۍ ته ځان کاندید کړم  زموږ مبارزه له حکومت سره وه چې په ولسي جرګه کې مداخله کوله  ولسمشر او نورو  ته وایم چې کوښښ ونکړي د پارلمان په چارو کې مداخله وکړي.»

د ولسمشر د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي بیا د دوی ادعاوې ردوي او وایی حکومت هیڅکله د ملي شورا په چارو کې مداخله نه کوي او نه یې کړې ده.

ولسي جرګه له تیرو څلورو ورځو را په دیخوا په ټاکنو لاهم د دوهم مرستیال په غوراوي نه ده بریالې شوې او په پام کې ده چې د دغه پست له پاره د یکشنبه په ورځ بیا ټاکنې وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.