عبدالله: طالبان د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی

عبدالله: طالبان د سولې پر وړاندې لوی خنډ دی

اجراییه رییس عبدالله عبدالله ویلي د سولې پروسې پر وړاندې ستر خنډ وسله وال طالبان دي.

 

عبدالله عبدالله نن یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، دوی نه شي کولای د سولې لپاره ټاکنې شاته وغورځوي او ټاکنې باید ترسره شي.

 

نوموړي ټینګار کړی چې ولسمشریزو ټاکنو ته ټول چمتووالی نیول شوی دی.

 

عبدالله عبدالله خلکو غوښتي چې راتلونکو جمهوري ریاست ټاکنو کې ګډون وکړي.

 

هغه ویلي چې د سولې بهیر کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو قربانۍ له پامه ونه غورځول شي.

 

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.