غزنی به هیڅکله سقوط ونه کړي

امین الله امرخیلد غزني د امنیې قوماندان امین الله امرخیل وايی دا د دښمن تبلیغات دي چې وايی ښایی د دغه ولایت ځینې ولسوالې وسله وال طالبان ونیسي.

امین الله امرخیل طالبانو ته خبرداری ورکوي چې د دغه ولایت په هره ولسوالې کې یې چې فعالیت ولیدل شي نو له منځه به یې یوسي. هغه وایې طالبان دې دا خیال له سره وباسي چې دوی به یوځل بیا د غزني په کومه ولسوالې حاکمیت وکړي.

تر دې وړاندې د غزني د امنیې قوماندان امین الله امرخیل له قوله ویل شوي و چې که د کورنیو چارو وزارت د دغه ولایت د پولیسو تشکیل کم کړي نو ښایي وسله وال پیاوړي شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.