غني ټرمپ سره کتنه کې: که طالبان سولې ته ژمن وي، اوربند دې وکړي

غني ټرمپ سره کتنه کې: که طالبان سولې ته ژمن وي، اوربند دې وکړي

محور؛ جمعه، د قوس میاشتې ۸ مه:

د امریکا ولسمشر ډونالنډ ټرمپ چې په نا اعلان شوي سفر افغانستان ته راغلی، ولسمشر غني سر یې پر افغان سوله خبرې کړې دي.

د ارګ خبرپاڼه وايي چې دواړو خواوو ترهګرۍ سر پر ګډې مبارزې او مختلفو نورو موضوعاتو باندې بحث کړی.

ټرمپ د افغان ځواکونو لخوا د داعش ماتېدو له امله ولسمشر غني ته مبارکي ورکړې.

هغه ویلي، طالبانو سره مې خبرې وځنډولې، هغوی اوربند نه کاوه، خو اوس داسې نښې نښانې شته چې اوربند ته به غاړه ږدي.

نوموړي ویلي، مونږ له افغاستان سره میلیاردونه ډالره مرسته کړې، تاسو ولیدل چې تېره اوونۍ مو افغان ځواکونو ته هلېکوپټرې ورکړې، زمونږ مرستې به دوامداره وي.

ولسمشر غني هم باګرام کې غونډې ته د وینا پر مهال، د سولې په اړه د افغان حکومت د طرحې جزییات په ډاګه کړي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published.