محور: دوشنبه ، د لیندۍ د میاشتې ۱۱مه
غیر دولتی کارمندان هم د تقاعد خاوندان شول. د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وايی د دغه وزات د هڅو له امله د غیر دولتي بنسټونو ( خصوصي سکتور) د کارمندان د تقاعد مقرره په درې فصلونو او ۲۲ مادو کې جوړه شوې او د ولسمشر د یوه حکم پربنسټ نافذه شوه.
په افغانستان کې د خصوصی سکتور د کارمندانو د تقاعد ورکولو دا لومړی مقرره بلل کیږي چې له مخې یې غیر دولتي بنسټونه مکلف دي د هرکال کار په بدل کې د یوې میاشتې معاش هرکارمند ته ورکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي دې ته په پام کې چې په افغانستان کې یو ګڼ شمیر کسان په غیر دولتي بنسټونو کې کارکوي ، نو د دوی د تقاعد ستونزه یوه مهمه مسله وه او باید حل شوې وای.
تردې مخکې په افغانستان کې د غیر دولتي بنسټونو د کارمندانو د تقاعد په اړه هیڅ مقرره نه وه.
Leave a Reply