فضل: افغان سوله کې له پرمختګ خوښ یو

فضل: افغان سوله کې له پرمختګ خوښ یو

د افغانستان  د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر محمد عمر داوودزی تېره ورځ اسلام آباد ته رسېدلی دی.

داوودزي هلته د پاکستان د علماوو شورا له مشر مولان فضل الرحمن سره پر افغان سولې بهیر خبرې کړې دي.

مولانا فضل الرحمن له داوودزي سره د لیدنې پر مهال ویلي: د افغاستان سولې بهیر کې له پرمختګ خوښ دی او مونږ هڅه کوو داسې سولې لپاره کار وکړو چې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه  وي.

رحمان ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې له بهیر سره به هر راز مرسته کوي

داوودزی تېره ورځ پاکستان ته تللی دی

ویل کېږي چې عمر داوودزی به د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر او  د پوځ له لوی درستیز سره هم وګوری

Leave a Reply

Your email address will not be published.