قربان حقجو وایی حکومتي مشران ناسالم رقابت کوي

د ملي وحدت حکومتله پانګونې د ملاتړ ادارې د لومړي ځل لپاره افغانستان ته یوه اقتصادي طرحه ولیږله.د دغې ادارې رییس وایی، دغه طرحه له پانګوالو او د اقتصاد په برخه کې له خصوصي سکتور سره په همغږي کې چمتو شوې ده. له پانګونې د ملاتړ ادارې رییس محمد قربان حقجو  وایی، که دغه طرحه عملي شي، د افغانستان اقتصاد کې به مثبت بدلون راشي، له دې پرته به اقتصادي وضعیت د تېرو په پرتله خراب شي.

د آیسا رییس وایی، دغه طرحه له پانګوالو او خصوصي سکتور سره په همغږي کې چمتو شوې او د کابینې له تایید وروسته به اجرا شي.

هغه وایی حکومتي مشران «ولسمشر او اجرایی رییس»  یوه خوله نه دي، لویو مهمو موضوعاتو ته فکر نه کوي او تراوسه دا کسان په خپل منځ کې اختلافات لري.»

هغه وایی کومه طرحه یې چې حکومت ته سپارلې که عملي نه شي نو ډیر پانګوال به له هیواده ووځي. د هغه په وینا په دې طرحه کې دولس ستونزې یادې شوې څو یې د حل لپاره حکومت لاس په کار شي.

امنیت، د پانګوالو د ملاتړ په پرخه کې د حکومت د رڼې تګلارې نشتوالی، سیاسي بې ثباتي، اداري فساد، ترانسپورتي او ترانزیتي ستونزې، غیر معیاري مالیی، د جواز د ورکړې د مرکزونو نشتوالی، عدلي او قضایی نظام کې ستونزې، د سوداګرۍ بازار کې ناسالمې سیالې او  له هېواده بهر د پلور د بازار نشتوالی  دغې طرحه کې زیږې برخې دي.

دغه طرحه په داسې حال کې وړاندې کیږي چې مخکې له دې د آیسا رییس ویلي و له تېرو څوارلسو کلونو را په دیخوا حکومت د اقتصاد د ښه والي لپاره مناسبه تګلاره  نه لري.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.