قریشي: همدا پښتانه و چې ترهګر يې مات کړل

قریشي: همدا پښتانه و چې ترهګر يې مات کړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د پښتون ژغورنې غورځنګ ته په اشاره ویلي، یو څه خلک پښتنو کې ځانګړي سوچ ته وده ورکوي.

هغه ویلي، ددې سوچونو د له منځه وړلو لپاره یووالي ته اړتیا ده.

قریشي ویلي، پاکستان ترهګرو ته داسې ماته ورکړې چې ټوله نړۍ يې اوس مني.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل د پاکستان په جوړولو کې د پښتنو او بلوڅانو رول رغنده دی.

قریشي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړیو په دې وروستیو کې د حق غوښتنې نړیوال غږ پورته کړی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.