كيوبا ته د اوباما سفر

بارك اوباماد امريكا ولسمشر بارك اوباما كيوبا ته لاړ. دا له نوي كلن ځنډ وروسته دامريكا لومړنى ولسمشر دى چې دغه هيواد ته سفر كوي. په دې سفر كې له اوباما سره  اته سناتوران او د امریکا د کانګرس ۳۱ غړي ملتيا كوي، په دې سفر كې له اوباما سره د هغه مېرمن مېشل او دوه لوڼې هم دي.

سپينه ماڼۍ وايي دواړه ولسمشران به په کیوبا کې د بشري حقونو په موضوع هم خبرې وکړي او ولسمشر اوباما به  د کیوبا له یو شمېر مخورو او پانګوالو سره هم وګوري. د امريكا  پخواني ولسمشر کلفین کولیچ ۹۰ کاله وړاندې په ۱۹۲۸ میلادي کال کې هاوانا ته تللی و.

دا سفر له يوه اوږده دپلوماتيكي كړكيچ وروسته كيږي د واشنګټن او هاوانا  اړيكي په ۱۹۵۹ کال کې هله خراب شول چې فیدل کاسترو او نورو چریکانو د امریکا له ملاتړه برخمن د فولجنسیو بتیستا حکومت نسکور کړ.

سپينۍ ماڼۍ په دې اړه څه نه دي ويلي چې اوباما به د كيوبا له پخواني ولسمشر فيدل كاسترو سره چې اوس هم ژوندۍ دى وګوري او كه نه، خو وايي هغه له اوسني ولسمشر راول کاسترو سره، چې د فیدل کاسترو ورور دى ګوري.

Leave a Reply

Your email address will not be published.