لاهم د افغانستان مطلق اندازه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږي

لاهم د افغانستان مطلق اندازه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیږيد افغانستان د اوبو او بريښنا وزیر وايي لاه ددغه هېواد ۷۰ سلنه اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بهیري.

علي احمد عثماني وايي، افغانستان ددغو اوبو په مهارولو سره کولای شي د افغانستان کرهڼې سیستم ته پراختیا ورکړي، په کلني ډول زرګونه هکټاره ځمکه خړوبه کړي، ونې ونې او شنه بوټي وکړي او هغه شاړې ځمکې ددې اوبو په مرسته حاصلخېزه کړي، چې لاهم ورته پاملرنه نده شوې.

دی وايي د افغانستان له پنځو آبي زونونو څخه څلور یې پرانستي دي او دغه هېواد یوازې د یوه تړلي آبي زون څخه په بشپړه توګه استفاده کوي.

سملاسي افغانستان یوازې د هریرود په اوبو کنټرول لري، او د عثماني په خبره دوی په پلان کې لري، په راتلونکي یوه کال کې ۲۰ د اوبو بندونه ورغوي.

(( زموږ د پلان له مخې راتلونکی کال ۲۰ د اوبو بندونه ډیزاینوو، مګر لویه ربړه د بودجې نشتوالی دی. که دا مقدار مالي ملاتړ ترلاسه کړو پخپل وخت به هدف ته ورسېږو))

د اوبو د تحقیقاتو د راپور پربنسټ افغانستان ۵۷ بیلیون مکعب اوبه لري خو په اوسط ډول ددغو اوبو ۷۰ سلنه یې ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان ته بهیږي.

د افغانستان د اوبو او بریښنا پخوانی وزیر عارف نورزی وايي، په تېره یوه لسیزه کې نړیوالو مرستندویانو د افغانستان د اوبو د زیرمو په برخه کې له دوی سره مرستې ته زړه ښه نه کړ او همدا لامل دی چې دغه هېواد دبريښنا له اړخه له کافي آبي سرچینو لرلو سره سره پخپلو پښو ونه درېدلای شو.

تبصره وليکئ