له اروپا څخه د کډوالو د شړلو پټه طرحه رسوا شوې ده

له اروپا څخه د کډوالو د شړلو پټه طرحه رسوا شوې دهټایمز ورځپاڼې په یو راپور کې له هغې محرمانه طرحې پرده پورته کړې چې له مخې یې اروپا هڅه کوي په لودیځو هېوادونو کې مېشت زرګونه پناغوښتونکي له اروپايي قارې وشړي.

ټایمز وايي: دغه پناغوښتونکي چې زیاتره یې د لیبیا، افغانستان او سوریې وګړي دي، ندي توانېدلي چې د قبولۍ لپاره اړوند اسناد تکمیل کړي او اورپايي هېوادونو ته یې وسپاري.

د راپور په استناد اورپايي هېوادونو افریقايي هېوادونه او په ځانګړې توګه نایجریا او اریتره ګواښلي، که خپل اتباع بیرته ونه مني مالي مرستې به ورباندې بندې کړي او سوداګریز قراردادونه به له منځه یوسي.

ټایمز لیکي: اروپايي هېوادونو پرېکړه کړې هغه پناغوښتونکي چې د قبولۍ وړ اسناد یې ندي وړاندې کړي، مخکې له دې چې یوې بلې خوا ته وتښتې زندانونو ته واچوي.

په وروستیو میاشتو کې اورپا د غیر اروپايي وګړو په ځانګړې توګه د افغانستان، سوریې او افریقایي هېوادونو د کډوالو له بحران سره مخ شوې ده. ځینې هېوادونه د بېلګې په توګه مجارستان د کډوالو د ورتګ د مخنیوي لپاره په خپلو سرحدونو کې اغزن سیم غځولی دی.

تبصره وليکئ