له افغان سرتېرو د پاکستان شکایت؛ نور راسره کار مه لرئ، ستونزه د جرګو له لارې حل کوو

له افغان سرتېرو د پاکستان شکایت؛ نور راسره کار مه لرئ، ستونزه د جرګو له لارې حل کوو

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۹ مه:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تېره ورځ د افغان سرتېرو د ډزو پر مهال، شپږ پاکستاني پوځيان سخت ټپیان شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارت خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان پوځيان دې نور ډزې نه کوي او راپورته شوې ستونزه باید د خبرو له لارې حل شي.

خبرپاڼه کاږي، ډیورنډ رسمي پوله ده او افغان حکومت باید ترې تېر شي

پاکستان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تازه افغان سرتېرو د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې د دغه هېواد ملېشو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی.

سرچینې وايي، افغان سرتېرو ناړۍ کې پاکستاني پوځيان په شا کړي دي او زیات شمېر پوستې يې هم ترې نیولې دي.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب تازه خبرداری ورکړی دی چې افغان سرتېر به د هېواد له هرې لوېشت خاورې په مېړانه دفاع وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.