له امریکا او طالبانو د چین غوښتنه؛ مذاکرات بېرته پیل کړئ

له امریکا او طالبانو د چین غوښتنه؛ مذاکرات بېرته پیل کړئ

محور؛ چهارشنبه، د وږی میاشتې ۲۰ مه:

د چین د بهرنیو چارو وزارت وايي، هېواد يې له افغانستان څخه په مسوولانه ډول د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتونکی دی.

د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوآ چونینګ یوې خبري غونډې ته ویلي، طالبان او امریکا باید خپل درېدلي مذاکرات بېرته پیل کړي دي، ځکه د افغانستان ستونزه له پوځي لارې نه حل کېږي

چین تل د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسې له جریانه ملاتړ کړی دی.

چین تر دې وړاندې ویلي  و، که چېرې د سولې پروسه د افغان حکومت په مشرۍ مخ ته لاړه نه شي، نتیجه به یې صفر وي.

ډونالډ ټرمپ هم تازه ویلي چې له وسله والو طالبانو سره یې مذاکرات مړه شوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.