له جرمني ۳۶ ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

له جرمني ۳۶ ایستل شوي افغان پناه غوښتونکي کابل ته ورسېدل

محور؛ پنجشنبه، د لړم میاشتې ۱۶ مه:

د جرمني رسنیو د راپورونو پر اساس، هغه ۳۶ افغان پناه غوښتونکي چې له دغه هېواد کاږل شوي دي، نن د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلي دي.

راپورونه کاږي، چې د دغو ویستل شویو افغان پناه غوښتونکو الوتکه نن سهار وختي کابل ته رسېدلې ده.

دا د ۲۰۱۶ کال له ډسمبر راهیسې د افغانانو ۲۹ ډله ده چې جرمني یې بېرته افغانستان ته استوي.

تراوسه جرمني ټول ۷۵۶ افغانان چې په هغه هېواد کې یې د پناه غوښتنلیکونه رد شوي، بېرته خپل هېواد ته استولي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.