له حكمتيارسره په خبرو كې پرمختګ شوى

د سولې شورا وايي د پاكستان له لارې له طالبانو سره خبرې او سوله ناشونې ده. د دغه شورا مرستيال وايي چين او د امريكا متحده ايالات هم اوس نهيلي شوي او په دې باور دي چې د پاكستان په منځګړيتوب به دا شخړه حل نه شي.

solh (3) solh (4)

د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون مني چې د پاکستان له لارې سولې ته د طالبانو د حاضرولو هره هڅه ناکامه ده او که دغه هېواد طالبان د سولې خبرو ته حاضر نه کړي په نړيواله كچه به ګوښه شي.

هغه وايي دوى هڅه کوي چې د طالبانو مهم مشران چې د پاکستان د استخباراتي سازمان تر نفوذ لاندې دي، د سولې خبرو ته وهڅوي، خو د پاکستان له لارې یې هره هڅه ناکامه ده.

solh (2)

د سولې عالي شورا وايي د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ له اسلامي حزب سره د سولې شورا خبرې اغيزناكې دي او ښه پرمختګ يې كړى، د سولې شورا مرستيال وايي په يو لړ چارو هوكړه شوې او بله ناسته به په راتلونكې اونۍ كې ترسره شي، د سولې شورا مرستيال وايي نړيواله ټولنه بايد په ګلبدين حكمتيار ټول لګول شوي بنديزونه لغوه او د سولې له هڅو ملاتړ وكړي.  هغه وايي بشپړ باور لري چې په را تلونكې ناسته كې به هوكړې ته ورسيږي.

افغان حکومت ژمنه کړې چې د حکمتیار ګوند ته به د سیاسي فعالیت زمینه برابره کړي، د دغه ګوند استازو غوښتي چې وروستۍ هوکړې ته د رسېدو په صورت کې حکومت باید په ملي او نړیوالو مسایلو کې له ګلبدین حکمتیار مشوره وغواړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.