له طالبانو سره مخامخ خبرې

ريچارد والسند افغانستان او پاكستان له پاره د امريكا متحده ايالاتو ځانګړى استازى وايي تر نوي كال وړاندې به امريكا له طالبانو سره مخامخ خبرو ته كيني. د افغانستان او پاكستان له پاره د امريكا ځانګړى استازى ريچارد والسن د ناټو په مقر كې ويلي چې د سولې خبرو له پاره د طالبانو شرطونه و ارزول شي.

هغه د سولې خبرو ته د طالبان چمتو والى يو غوره ګام بللى او وايي چې څلور اړخيزې ناستې ښه پايله لرلې ده. والسن ويلي تمه لري چې د دغه لړۍ بله غونډه چې د فبرورى په اتمه  كې په اسلام آباد كې جوړيږي ښه  پرمختګ ولري.

هغه وايي كه څه هم روان كال په افغانستان كې له ډيرو ستونزو ډك كال و خو افغان ځواكونه ښه وجنګيدل او برياليتوبونه يې ترلاسه كړل.

د امريكا ځانګړى استازى وايي نوي كال په افغانستان كې له ډيرو ستونزو ډك كال دى خو  امريكا په دغه هيواد كې ۹۸۰۰ سرتيري لري او  د  افغان ځواكونو د روزنې او تمويل په برخه كې همكاري كوي. هغه وايي امريكا به تر هغه پورې په افغانستان كې پاتې شي چې ورته اړتياوي.

ښاغلي والسن  ويلي په افغانستان كې د داعش پراختيا د انديښنې وړ ګڼلې او وايي د داعش په نامه ډير هغه كسان راټول شوي چې له طالبانو سره يې اړيكي پرې كړي ، خو امريكا به داعش د نړى په هره سيمه كې چې وي وځپي. نوموړى وايي افغانستان سوريه نه ده چې داعش په كې پرمختګ وكړي خو بيا هم دا مسله بايد جدي تعقيب شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.