له کندوز تښتېدلي طالبان پر بغلان حملې ته ځان جوړوي

له کندوز تښتېدلي طالبان پر بغلان حملې ته ځان جوړويله کندوز څخه ځايي خلکو او معلوماتي سرچينو په بغلان کې په افغان ځواکونو غږ کړی، چې د کندوز طالبان په ولسوالیو کې چمتووالی نیسي چې د بغلان له ډنډ غوري او نورو سیمو په دغه ولایت هجوم وروړي او هلته د کندوز په څير د سلګونو جنګیالیو جګړه پیل کړي.

ځايي خلک وايي، د کندوز پرښار له جګړې وروسته اکثره طالب جنګیالي له ښاره وتلي او د کندوز خواوشا ولسوالیو قلعه زال، چاردرې او نورو ولسوالیو کې خپلو پټن ځایونو ته ستانه شوي. عیني شاهدان وايي، چې طالبانو له کندوز ښاره له ځان سره زیاتې درنې وسلې او مهمات هم وړي او اوس هڅه کوي د چاردرې له لارې د بغلان ډنډ غوري او ورپسې ددغه ولایت نورو سیمو ته ځان ورسوي.

عیني شاهدان وايي، دوی په کلیو کې د طالبانو لوی لوی کتارونه ګوري، چې د افغان پولیسو ټانګونه او رینجرې ورسره دي، سپین بیرغونه یې ورباندې لګولي او له وسلو سره په خپلو مراکزو کې راغونډېږي.
بغلان ولایت زیات ځايي طالبان هم لري، چې د بهرنیو سخت دريځو په ملاتړ یې ددغه ولایت په نورو سیمو کې له یو کال راهیسې غلچکي بریدونه تنظیمول. د کندوز ښار د بیرته نیولو پرمهال د بغلان کندوز پرلاره پراتو طالبانو هڅه کوله چې د افغان کومکي ځواکونو د تګ لارې بندې کړي، کمینونه ورته ونیسي او په دې توګه پرېنږدي چې کندوز ته د طالبانو پرضد جګړې ته پروخت ځانونه ورسوي.

وروستۍ کارون چې له کابله کندوز ته روان و، د بغلان په مربوطاتو کې د لارو له موانعو سره د جګړې له کبله ان څلورمه ورځ کندوز ته ورسېد.
له سیمې ترلاسه شوي راپورونه په ډاګه کوي، چې که د کندوز له جګړې ژوندي وتلي جنګیالي د بغلان له طالبانو سره یوځای شي نو بغلان کې بیا هم د جګړې د اوږدیدو امکان شته. دوی په افغان ځواکونو غږ کوي چې له وړاندې د دغو طالبانو پرضد تصفیوي عملیات پیل کړي‌او د کندوز د جنګ بری یوازې د ښار تر پاکولو پورې محدود نکړي. ددوی په خبره اوس یې وخت دی چې په طالبانو پسې چاڼیز عملیات خان اباد، امام صیب، چار درې او قلعه زال ته وغځېږي او طالبان په محاصرو کې له پښو وغورځول شي چې بغلان ته د راتګ لاره ونلري.

تبصره وليکئ