له ګلبدين حكمتيار سره د سولې خبرې اتيا سلنه پرمخ تللې

خوست كې سرحدي ځواكونه تيارسۍ ديد افغانستان د سولې عالي شورا وايي د ګلبدين حكمتيار سره د سولې په اړه خبرې اتيا سلنې پرمخ تللې دي. د ګلبدين حكمتيار په مشرۍ د اسلامي حزب يوپلاوى له څه مودې را په ديخوا په كابل كې دى او د سه شنبه په ورځ يې د سولې له شورا سره  د خبرو بل پړاو ترسره شو. د سولې د عالي شورا مرستيال مولوي عبدالخبير اوچقوند وايي د سې شنبه ورځو په خبرو كې په ډيرو مسايلو هوكړه شوې ده.

هغه وايي: “تقریباً اویا تر اتیا فیصده خبرې له اسلامي حزب سره مخکې تللي دي، دوه درې مسئلې چې موجودې دي په بلې غونډه کې به ورباندې بحث وشي، هیله مندي زیاته ده چې له اسلامي حزب سره هوکړې ته ورسیږو.”

هغه وايي له دغه ډلې سره د سولې هوكړه ليك په درېيو فصلونو او ۲۶ مادو كې جوړ شوى چې په درېيو ټكيو تراوسه هم بحث دوام لري. هغه په دې اړه جزيات نه دي وركړي چې د بحث وړ مسايل څه دي.

نوموړى وايي په دې هوكړه ليك كې يوه ماده داده چې افغان دولت بايد د امريكا متحده ايالاتو په شمول د  افغانستان په قضيه كې له ښكيلو هيوادونو وغواړي ترڅو په حزب اسلامي لګيدلي بنديزونه ليري كړي.

نوموړى وايي د لنډمهالي ادارې په اړه بحث نشته او د حكمتيار په مشرۍ اسلامي حزب غواړي د ملي يووالي له حكومت سره يوځاى او كار وكړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.