لښکرګاه کې موټر بم درنه مرګ ژوبله اړولې ده

د هلمند په لښکرګاه ښار کې د نوي کابلبانک مخې ته موټر بم بريد شوی چې له امله يې ۷۰ کسانو مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د امنيې قومندان آقا نور کينتوز وايي، چې بريد د کابلبانک د موټرونو په پارکينګ کې شوی چې له امله يې ۱۵ تنه شهيدان شوي او ۳۰ نور ټپيان دي. کينتوز وايي بريدګر غوښتل چې بانک ته ننوزي، خو د امنيتي ځواکونو له لوري يې مخنيوی شوي او بريدګر په موټر کې ورسره چاوديدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
په ورته وخت کې د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، چې په بريد کې ۲۰ تنه شهيدان شوي او د ۵۰ په شاوخوا کې نور ټپيان دي. دی وايي ‌ډيره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده او ښايي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي. چارواکي وايي بريد هغه مهال شوی چې د امنيتي ځواکونو منسوبين او ګڼ شمېر کسان نوي کابلبانک ته د خپلو معاشونو د تر لاسه کولو لپاره ورغلي وو.
د بريد پړه تر دې مهاله چا پر غاړه نه ده اخيستې، خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسئوليت وسله والو طالبانو منلی و.

تبصره وليکئ