محب: روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې

محب: روانه جګړه پر افغانانو تپل شوې

د هېواد د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ازبک قوم له یو شمېر ځوانانو سره کتلي دي.

 

ازبک ځوانانو د حکومت لخوا د لویې مشورتي جرګې له جوړېدو ملاتړ اعلان کړی دی.

 

ځوانانو ویلي، افغانستان په حساسو شېبو کې دی او مونږ ځوانان له هر ملي حرکت او د حکومت له بنسټیزو برنامو ملاتړ کوو.

 

هغوی زیاته کړې، د حکومت لخوا د لویې مشورتي جرګې رابلل پر ځای اقدام دی او مونږ ځوانان د حکومت له  دې پیاوړي حرکت مننه کوو او تر څنګ به یې پاتې شوي.

 

ځوانانو ټینګار کړی چې ځوانان به د تل پاتې سولې تامین لپاره له هېڅ راز هڅو ډډه ونه کړي.

 

ډاکټر محب وویل، چې زمونږ نسل د جګړې نسل دی او مونږ له جګړو او ویجاړیو تر دې ځایه رسېدلي یو؛ نننۍ جګړه زمونږ جګړه نه ده، بلکې دغه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې.

 

ډاکټر محب زیاته کړه، اوس وضعیت تغییر کړی دی او څوک نه شي کولای د خلکو د رایو ټېکه دار و اوسي؛ ځکه خلک او زمونږ ځوانان له وضعیت بشپړ خبر دي او د خپلو سپېڅلو رایو استازیتوب کوي.

 

ملي امنیت سلاکار وویل، د سولې پروسه د ټولو افغانانو لپاره مهمه ده او مونږ ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړو او هڅه وکړو تر څو خوندي او باثباته راتلونکې ولرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published.