محب: پردیو اجیرانو ته به اجازه ورنه کړو چې افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي

محب: پردیو اجیرانو ته به اجازه ورنه کړو چې افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي

محور؛ پنجشنبه، د وږی میاشتې ۲۱ مه:

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د غزني خواجه عمري ولسوالۍ ته د خپل سفر پر مهال ویلي، زمونږ دښمنان باید پوه شي چې دغه هېواد خپله صاحب او مالک لري او پردیو اجیرانو ته به اجازه ور نه کړي څو افغانستان خپلو بادارانو ته تسلیم کړي

محب د طالبانو له منګولو د خواجه عمري ولسوالۍ بېرته خپلولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې ستایلې دي.

هغه ویلي، طالبانو غوښتل په الفتح ترهګریزو بریدونو د افغانستان زیاتې سیمې سقوط کړي، خو مونږ يې پلانونه شنډ کړل.

بلخوا د غزني والي وحدالله کلمیزي ویلي، د دې ولایت خلک له حکومت ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب ټینګار کړی دی چې د حکومت رهبرۍ به د امنیتي ځواکونو ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.