مسکو به روانه اوونۍ د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې کوربه وي

مسکو به روانه اوونۍ د افغان سولې په تړاو د څلور اړخیزې ناستې کوربه وي

محور؛ دوشنبه، د تلې میاشتې ۲۲ مه:

ټاس خبري آژانس وايي، چې د روانې اوونۍ په لړ کې به روسیه، امریکا، چین او پاکستان پر افغان سوله د خبرو په هدف مسکو کې سره راټول او ناسته ولري.

دغه خبره د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف کړې ده.

د ناستې قیقه ورځ نه ده په ډاګه شوې، خو ویل کېږي چې همدې اوونۍ کې به جوړه شي.

کابلوف ویلي چې د دې غونډې اصلي هدف، افغانستان کې پر ملي پخلاینې بحث دی.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لخوا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو ځنډولو غبرګون کې روسیې ویلي، امریکا باید له طالب استازو سره د سولې خبرې بیا پیل کړي.

د سولې خبرو بیا پیلېدو لپاره طالب استازو روسیې ته هم سفر وکړ.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.