مشرانو جرګې د راتلونکي کال بودیجه تایید کړه

مشرانو جرګې د راتلونکي کال بودیجه تایید کړه

محور: سه شنبه ، د لیندۍ میاشتې ۱۲مه

مشرانو جرګې د راتلونکي مالي کال ملي بودیجه تایید کړه. که څه هم حکومت د ۱۳۹۹ مالې کال د بودیجې سند مشرانو جرګې ته لیږلی ترڅو د غونډې د غړیو له مشورو وروسته تایید شي.

د مشرانو جرګې یو شمیر غړي وایي حکومت باید په پراختیایي بودیجه کې د تالان مخه ونیسي. دوی نیوکه کوي  چې پراختیايې بودیجه کې توازن په پام کې نه دی نیول شوی. د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي حکومت باید د بودیجې په لګولو کې د خلکو په وړاندې خپل مسوولیتونه ترسره کړي.

د مشرانو جرګې  د ملي اقتصاد کمسییون رییس وایي په راتلونکې ملي بودیجه کې ډیر تمرکز په امنیت، پوهنې او اقتصادي پراختیا شوی دی. په پآي کې مشرانو جرګه د راتلونکي مالي کال بودیجه تایید کړه.دغه بودیجه ۴۰۰ او ۸ میلیارد افغانۍ ده چې دوه سوه۸۹ میلیارده افغانۍ یې عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ یې پراختیایې بودیجې ته ځانګړې شوې دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.