مشرانو جرګې له امریکا د ناپیژنده الوتکو د کښېناستو وضاحت غوښتی

مشرانو جرګه وایي، بهرنۍ الوتکې د امریکا له اجازې پرته په افغانستان کې الوتنې نه شي کولای.
سناتوران وایي، دهیواد فضا او هوایي حریم د بهرنیانو په لاس کې دی او په ځينو ولایتونو کې د الوتکو مشکوکې ناستې د هغوی له خبرتیا پرته ناشونې دي او باید په دې تړاو هم دوی وضاحت ورکړي.
له سرپل وروسته تازه په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازو ادعا کړې، چې ګني څو ورځې وړاندې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمه کې ناپیژندل شوې الوتکې کښته شوې دي. مشرانو جرګه وایي، د ملي یوالي حکومت باید له امریکا غوښتنه وکړي چې د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل سیاست روښانه کړي، ځکه په باوریې د دې حالت دوام به نه جبرانېدونکې پایلې ولري. سناتوران وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پراساس، متحده ایالات مکلف دي چې د افغانستان پر خاوره د بهرني تیري پرمهال خپل مکلفیت ادا کړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.