مشهور جنګسالار د شمال زون د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی

مشهور جنګسالار د شمال زون د قوماندان په توګه ټاکل شوی دیډګرجنرال میرامان الله ګذر د شمال زون د قوماندان په توګه ټاکل شوی دی. امان الله ګذر چې شمالي ټلوالې ته منسب دی او لاهم خلک نوموړي ته د یو خطرناک جنګسالار په سترګه ګوري، له اوږدې بېکارۍ وروسته به شمال کې په یو مهم امنیتي منصب ټاکل شوی دی.

امان الله ګذر د مقررۍ خبر د حکومت په ملاتړو کې وېره خپره کړې او دایې د اصلاحاتو له شعار سره د ولسمشر غني او عبدالله د ناغېړه چلند یو خطرناک ګام بللی دی. امان الله ګذر چې په کابل کې د خورشید تلویزیون مالک هم دی، د شمالي ټلوالې د دویمې کټګورۍ ترټولو مهم غړی دی، چې په وروستیو کې یې د مخالفې ډلې یوه لویه هسته جوړه کړې وه. دده په اړه ویل کېږي، چې په شمالي‌ ډنډ کې یې خپل سرې وسلې ویشلې دي او د خپل سرو وسله والو یوه لویه ډله لري.

د امان الله ګذر مقرري په داسې حال کې اعلانېږي، چې په کندوز کې د پخوانیو جنګسالارانو چې په دولت کې رسمي‌دندې لري، د بې کفایتۍ له وجې کندوز ولایت د طالبانو په لاس سقوط وکړ. راپورونه وايي، چې ګذر د عبدالله له نږدې کمپایني او مالي ملاتړو څخه دی او په ولسمشر غني‌ فشار و، چې د نوموړي له ټاکنې سره هوکړه وکړي.

راپورنه وايي چې ټلوالې په حکومت فشار راوړی، چې په شمالي ولایتونو کې ددوی نور قوماندانان هم د والیانو او قوماندانانو په توګه مقرر کړي‌ترڅو د طالبانو پروړاندې جدي مقابله وکړي او هغه سیمه چې جنګسالاران یې د خپل نفوذ حوزه ګڼي په دې توګه وژغوري. خو شنونکي وايي، چې دا عبدالله ته د ولسمشر امتیازات دي، چې فکر کېږي، د شمال ناامني او په امنیتي چوکاټ به بې باوري سخته زیانمنه کړي.

تبصره وليکئ