ملاامامان د بیان له ازادۍ ناوړه استفاده کوي

ملاامامان د بیان له ازادۍ ناوړه استفاده کويد افغانستان په زیاترو لویو ښارونو کې د جامع جوماتونو ملاامامانو د لوی اختر په خطبه کې د افغانستان دولت ننګولی او زیاترو یې ددې نظام پرضد احساساتي مخاطبین پارولي دي.

په اکثرو چوماتونو کې چې په لویو ښارونو کې موقعیت لري او د اخترونو لمونځونه پکې ترسره کیدل ملاامامانو یې خپلو مخاطبینو ته ویل چې لاهم افغانستان په بشپړ ډول خپلواک ندی او دلته د بهرنیانو حضور، ددوی مرستې او له افغان ځواکونو څخه ددوی ملاتړ په ډاګه کوي، چې موږ جهاد ته اړتیا لرو. ځینې ملایانو حتی په واضح ټکو خپلو خلکو ته وویل، چې ددنې نظام پرضد د جګړې لپاره دلایل شته چې توجیه کیدای شي.

ځینې ملا امامانو له ډیر افراط کار اخیست او حتی ویل یې چې خدای د کفري نظام ړنګ کړي او دطالبانو د تحریک په څیر د یو سوچه اسلامي دولت د جوړېدو شدید ضرورت دی.

دغو ملا امامانو په هغو جوماتونو د نظام خلاف ویناوې کولې، چې له حج اوقافو وزارت سره راجستر دي او د همدې ملا امامانو تنخواګانې افغان دولت ورکوي.

ددوی ترخې او نظام ضد ویناوې د بې خبرو ځوانانو په احساساتو ناوړه اغېز کوي او اکثره ځوانان فکر کوي، چې ددې نظام نسکورول یوه دیني وجیبه ده.

د ملاامامانو د نظام ضد دغه ډول ویناوو ډېر هجوم د کابل په څير په خوندي ښارونو کې هم محسوس و. د کابل د کوټه سنګي او کمپنۍ ترمنځ سړک کیڼ لور ته اکثره جوماتونو له لوډسپیکرونو دغه ډول تخریشوونکي بیانونه اورېدل شوي.

کابل ښاریان انتقاد کوي، چې دولت باید په خپل چوکاټ کې دننه او د خپل تسلط په ساحه کې ددې ډول ناوړه تحرکاتو مخه ونیسي او هغه ملایان چې دنظام ضد دریځونه لري او عام خلک د نظام پرضد راپاروي باید زر تر زره ونیول شي او د ملي‌خیانت په جرم محاکمه شي.

دوی وايي وايي هره جمعه داډول نظام ضد بیانونه اوري خو هره اونۍ تمه لري، چې دولت به داډول تحرکات مهار کړي، خو دولت او په تیره ملي امنیت هیڅ ډول اقدام نکوي او نظام له خپلې ډانچې دننه تخریبېږي.

تبصره وليکئ