ملا اختر منصور په دوبۍ کې د مبایلونو تجارت لري

ملا اختر منصور په دوبۍ کې د مبایلونو تجارت لريیوه امریکایی ورځپاڼه نیویارک ټایمز یو راپور وايي د یو تحقیق په ترڅ کې یې موندلې چې د طالبانو نوی مشر ملا اختر منصور په دوبۍ کې کور لري او هلته یې لوی تجارتي کاروبارونه روان دي.

د ملا منصور د تجارتونو په منځ کې تر ټولو ستر یې د مبایلونو کمپنۍ ده چې په دوبۍ کې موقعیت لري او ملا یې اصلي مالک دی. ورځپاڼه ادعا کوي چې ملا نور تجارتونه هم لري چې په جعلي نومونو یې ثبت کړي او دده هویت پکې پټ کړای شوی دی.

د راپور اشاره دې ته هم ده، چې ملا اختر منصور د خپلو قومیانو یوه شبکه جوړه کړې او دا شبکه د نشي توکو په کاروبار کې ښکېل ده. ملا منصور ډېر وخت د کوټې په جنوب کې په یوه لرې پرته سیمه کې اوسېږي، چې هلته یې نورو ملګرو او طالب قوماندانانو او توربورانو لویې بنګلې جوړې کړې دي.

استخباراتي مقامات وايي، کوټه دده یوازینۍ د استوګنې سیمه نده، له دې کبله چې د ملا اختر منصور نوم د ملګرو ملتونو په هغه لست کې نشته چې نورو هېوادونو ته یې په سفرونو بندیز دی، نو ځکه ملا منصور ډېر وخت له پاکستان څخه بهر ته هوايي سفرونه کړي او بیرته راغلی دی.
معلومات په ډاګه کوي، چې ملا منصور ډېر عربي متحده اماراتو ته ځي او داځکه چې هم یې په یاد هیواد کې پانګونې دي او هم یې هلته یو مجلل کور ځان ته جوړ کړی دی.

د طالبانو د تحریک ځینې غړي د ملا منصور په پخواني او اوسني کرکټر او موقف مقایسه کولو کې ورک دي.
نیویارک ټایمز د طالبانو د تحریک د یو پخوانی غړی سلام علیزي په خبره چې ملا منصور ته په ۱۹۹۰کال کې لنډ پاتې شوی او هم وروسته د طالبانو جنګي قوماندان و، استناد کړی چې وايي، ملا منصور هر وخت د توقع خلاف راخیژي او فرصت طلب دی.
(( داسې یو څوک دی، چې هیڅکله هم خپل فکر نلري، داسې یوڅوک دی، چې هیڅکله چرت نه خرابوي چې څومره ورانی رامنځ ته کېږي)).
ملا علیزی وايي؛ که ده ته وویل شي چې دا یو سړک وران کړه، دی به لس ورانوي، که هدایت واخلي چې هغه یو نفر ووژني دی به ۱۰۰ ووژني.
خو دطالبانو یوې بلې سرچينې د منصور د عاداتو په اړه نیویارک ټایمز ته ویلي، چې هغه سخت کاره مدیر دی او سخت دریځی ندی.

تبصره وليکئ