منظور: مرګ ـ ژوند د خدای په لاس دی، بیا د جنګ میدان ته ځم

منظور: مرګ ـ ژوند د خدای په لاس دی، بیا د جنګ میدان ته ځم

محور؛ چهارشنبه، د تلې میاشتې ۱۷ مه:

د کندز مخکېنی امنیه قوماندان منظور ستانکزی چې د کندز د جګړې پر مازیګر د ځانمرګي برید له امله ټپي شوی و، اوس يې روغتیايي وضعیت مخ پر ښه کېدو دی.

منظو ستانکزي له یو شمېر رسنیو سره په خبرو کې ویلي، مرګ او ژوند د خدای په لاس کې دی او هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې بېرته به د جګړې کرښو ته ستنېږم.

هغه ټینګار کړی دی چې روغتیايي وضعیت یې بېخي د ډاډ وړ دی او کومه خاصه ستونزه نه لري.

منظور ستانکزی هغه مهال د ځانمرګي برید ښکار شو چې د کندز جګړې پر مهال یې خلکو د دې ولایت په مرکزي چوک رسنیو سره خبرې کولې.

ستانکزی وايي، ځانمرګی بریدګر د خبریالانو په جامه کې ورغلی و.

په یاد ځانمرګي برید کې منظور ستانکزی ټپي شو، ویاند او یو شمېر نور سرتېري ووژل شول.

Leave a Reply

Your email address will not be published.