ناامني لاهم په یو شمیر ولایتونو کې جدي ستونزه ده

محور: دوشنبه ، د لیندۍ د میاشتې ۱۱مه

په جوزجان، بغلان او بادغیس ولایتونو کې ناامني لا هم یوه لویه ستونزه ده.د جوزجان، بغلان او بادغیس والیانو په کابل کې یوې خبري ناسته کې د خپلو پرمختګونو یادونه وکړه او هغه ستونزې یې هم وښودې چې خلک ور سره مخامخ دي. دوی وویل د ناامنیو تر څنګ، نامسوول وسلوال، د نشه یي توکو کرکېله او د امکاناتو نشتون هغه ننګونې دي چې د حل لپاره یې کار روان دی.

د جوزجان والي  لطف الله عزیزی وايی درې ولسوالې له لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي ، لارې یې بندې دي او د هوا له لارې ورته اکمالات کیږي. هغه وايی دا ولسوالۍ مردیان ، منګیجیک او قرقین دي.

د بغلان ولایت سرپرست عبدالقدیم نیازی نامسوول وسلوال یوه لویه ستونزه بولي. هغه وايی دا غیر مسوول وسله وال د خلکو د ځورولو لامل کیږي. د بادغیس والی عبدالغفور ملکزی بیا وايی طالبان د تیرکال په پرتله کم شوي یوازې هغه کسان پاتې چې د تلاشیو پروخت ځانونه ملکي خلک بولی.

 دا په داسې حال کې ده چې دولت په روان کال کې په ډیرو ولایتونو کې د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پراخ اقدامات وکړل.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.