ناټو غړي هېوادونه د افغانستان اوږدمهالي ملاتړ ته اوږه ورکوي

ناټو غړي هېوادونهپه بروسل کې د ناټو غړو هېوادونو ددفاع وزیرانو هوکړه کړې، چې له افغانستان سره خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي، خو دا به د ۲۰۱۶ کال په دسمبر کې په ډاګه شي، چې څومره سرتیري په افغانستان کې پرېږدي او د څومره وخت لپاره باید یې حضور تصویب شي.

ناټو غړو هېوادونو دفاع وزیرانو په دغه غونډه کې وویل، چې د افغانستان وروستیو ناامنیو، د افغان ځواکونو د مهارتونو نسبي ډول کمی او د جګړې شدت اجازه ورکوي چې خپل نظامي حضور پراخه کړي او په دې توګه افغانستان ته د ترهګرو له شر څخه نجات ورکړي.

د ناټو تړون سکرتر جنرال جېن سټولټنبرګ وویل د کندوز پېښې د افغانستان د ثبات په هکله زموږ اندېښنې زیاتې کړې او فکر کوو، چې د ناټو د عسکرو پاتې کېدل د افغانستان یو جدي ضرورت دی.
(( د افغانستان د ځواکونو تر حمایت پورې موږ باید له افغانستان سره هرډول همکارۍ ته د ثبات تر راتلو پورې دوام ورکړو، خو زموږ د ځواکونو روزنیز او مشورتي ماموریت به حالاتو ته په کتو ډېر اوږدمهالی وي))

په همدې حال کې د امریکا ددفاع وزیر ويلي، له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي عسکرو د وتلو وروستۍ پرېکړه د تغیر وړ ده چې له مخې یې موږ باید خپل عسکر د ۲۰۱۶ تر پایه راوباسو. ده له ناټو غړو همکارانو هم وغوښتل چې شرایطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د پاتې کېدو په اړه مناسبه پرېکړه وکړي او د افغانستان امنیتي حالات په پام کې ونیسي. ده وویل، د کندوز پېښې ته په کتو ناټو باید د افغانستان نازکو امنیتي شرايطو ته په کتو په افغانستان کې د خپلو سرتیرو په حضور غور وکړي او دایو ضرورت دی.

تبصره وليکئ