ننګرهار کې د انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي

ننګرهار کې د انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیول شوي

محور،سه شنبه، د مرغومي۲۴مه
ملي امنیت په ننګرهار کې د انسان تښتونې په تور ۱۲ کسان نیولي او دوه کسان یې د دوی له منګولو آزاد کړي دي. د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وايي تښتوونکو د تښتول شوي شخص له کورنۍ څخه دوه سوه زره ډالره غوښتل. والي وايي داشخص د ملي امنیت ځواکونو په عملیاتو کې خوشی شوی او خپلې کورنۍ ته سپارل شوی دی. د یوه تښتول شوي ځوان پلار وايي تښتونکو له دوی څخه د زوی د خوشي کولو په بدل کې دومره پیسې غوښتي چې له دوی سره نه وې. هغه له امنیتي ځواکونو خوښ دی او وايي انسان تښتونکو ته باید درنه سزا ورکړل شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.