هایکوماس وایې د المان په لویو ښارونو کې به نورې لویې سیاسي غونډې نه جوړوي

د آلمان د عدليې وزير هايکو ماس وايي، د جي ۲۰ ډلې د غړو هېوادو سرمشريزې ته ورته غونډې بايد تر دې وروسته د آلمان په لويو ښارونو کې و نه شي. آلمانۍ شپيګل مجله وايي، ماس په هامبورګ کې د لاريونونو پر مهال پېښو شويو تاوتريخوالو ته په پام له ورته غونډو سره مخالفت کړی دی. د جي ۲۰ ډلې د غړو هېوادونو د سرمشريزې پر مهال په هامبورګ کې لوی لاريونونه وشول، چې په مينځ کې يې يو شمېر موټرونه هم وسوځول شول.
د دغو لاريونونو له امله يو شمېر پوليس او لاريونوال ټپيان هم شول. د آلمان د عدليې وزير ويلي د هغو کسانو پر خلاف به قانوني عمل وکړي، چې په هامبورګ کې په وروستيو تاوتريخوالو کې لاس ولري. د پوليسو د معلوماتو له مخې د هامبورګ په لاريونونو کې ۴۷۶ تنه پوليس ټيپیان شوي او ۴۱۱ تنه لاريون کوونکي نيول شوي دي.
د ټپي شويو لاريونوالو شمېر نه دی روښانه شوی. د آلمان د عدليې وزير هايکو ماس ويلي، د المان په لويو ښارونو کې دې په لویو او مهمو سياسي غونډو بنديز ولګول شي، ځکه دغه غونډې توندلارو چپ لاسو ته د ګډوډيو د جوړولو زمينه برابروي.

تبصره وليکئ