هرات کې د جګړې د معلولینو شمیر ډېرشوی دی

محور: سه شنبه ، د لیندۍ د میاشتې ۱۲مه

په وروستي یوه کال کې په هرات کې د جګړې د معلولینو شمیر دیرش سلنه لوړ شوی دی. په هرات کې د شهیدانو او معلولینو ادارې د شمیرو له مخې په وروستي یوه کال کې په دغه ولایت کې د جګړې د معلولینو شمیر دیرش سلنه لوړ شوی دی.  په هرات کې د شهیدانو او معلولینو د چارو آمر عزیزاحمد پوپل وايی تیر کال په دغه ولایت کې ۱۷۰ د جګړې معلولین ثبت شوي وو، په داسې حال کې چې په روان کال کې دا شمیر ۲۱۷ دی. دوی د جګړې د قربانیانو په ډیروالي اندیښنه ښيي.

په هرات کې د شهیدانو او معلولینو د ادارې مسوولین وايی هره ورځ له پنځو ترشپږ پورې جنګي معلولین د مرستې په موخه دوی ته ورځي.

یو شمیر معلولین په دولت نیوکه کوي چې د دوی د درملنې  په برخه کې همکاري نه کوي او  په دولتی ادارو کې د درې سلنه کار زمینه چې قانون حق ورکړی نه ده برابره شوې.

په هرات کې د شهیدانو او معلولینو د چارو اداره وايی په دغه ولایت کې له ۶ زرو ۵۰۰ ډير معلولین پیيژندل شوي چې ۳۵۰۰ یې د جګړې معلولین او نور یې غیر جنګي دي چې ددولت له خوامعاش ورکول کیږي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published.