هلمند ته د ملي اردو څلور نورکنډکونه هم استول کیږي

قدم شاه شهیمد افغانستان د ملي دفاع وزارت هلمند ته نور امنیتي ځواکونه هم لیږي. د ملي دفاع وزارت لوی درستیز چې هلمند ته یې سفر کړی وایی د ملي اردو په اډانه کې به په دغه ولایت کې شپږ نور کنډکونه هم ځای پرځای شي.

لوی درستیز قدم شاه شهیم چې د کورنیو چارو وزارت د یوه لوړ پوړي پلاوي په ملتیا یې په دغه ولایت کې امنیتي وضعیت ارزولی وایی دغه ولایت ته به بدلون ورکړي.

قدم شاه شهیم چې د هلمند له والي او نورو امنیتي مسولینو سره یې خبرې کړې وايي په دغه ولایت کې د عامه نظم دوې لوا ګانې هم جوړې شوې او څلور نور د ملي اردو کنډکونه به هم ځای پرځای شي.

شهیم وايی په نوي کال کې به په هلمند کې د وسله والو طالبانو جرړې وباسي او د دوی مرکزونه به له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو د خیالي تشکیلاتو مسله هم توده شوې ده، هغه څه چې لګښت او معاشونه یې د محلي چارواکو جیبونو ته ځي خو په اصل کې هیڅ سرتیري نشته.

ښايي دا لسم پلاوی وي چې د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه ورځي، خو ویل کیږي چې پلاوی یو رپوټ وړاندې کړي او هلمند بیا له یاده وایستل شي چې له همدې امله وسله وال طالبان د لشکرګاه دروازو ته را رسیدلي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي وايی چې د امنیتي ځواکونو تشکیلات باید له سره وارزول شي ځکه هغه شمیر ځواکونه په دغه ولایت کې نشته چې یادونه یې کیږي. دوی وایي که وضعیت همداسې دوام ومومي نو هلمند به د طالبانو لاس ته ولویږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.