هلمند كې ملي اردو ته بې پيلوټه الوتكې وركړل شوې

په هملند كې پوځي او پراتيفي مسول عبدالجبار قهرمان وايي په دغه ولايت كې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او امنيتي ځواكونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته بدل شوي دي.

هغه وايي خانشين ولسوالى د مركز په لس كيلومترۍ كې امينتي پوستې جوړې شوې او لاهم امنيتي ساحه د پراختيا په حال كې ده.نوموړى وايي روان كال به په دغه ولايت كې د لاس ته راوړنو ډك كال وي.  په داسې حال كې چې د هلمند ډير اوسيدونكي دغه ولايت ته مركزي حكومت په نه پاملرنه تورنوي او وايي د هوا په توديدو سره به په دغه ولايت كې جګړې هم ګرمې شي او يو شمير سيمې چې لاهم ترګواښ لاندې دي د وسله والو لاس ته به ولويږي .

خو عبدالجبار قهرمان وايي هلمند ته پاملرنه ډيره شوې، امنيتي ځواكونه سمبال شوي او لا د سمبالتيا په حال كې دي، هغه وايي د مهماتو او وسايطوترڅنګ بې پيلوټه الوتکې هم د ۲۱۵ ميوند قول اردوپه واک کې ورکړل شوې دي ، خو هغه د دغه الوتكو د شمير په اړه څه نه دي ويلي ، ښاغلى قهرمان  زياتوي په تيره يوه مياشت کې يې هغه وسله وال مخالفين سخت ځپلي چې د جګړې د دوام لپاره هلې ځلې کوي.

نوموړي يوځل بيا په هغه ژمنې ټينګاروکړچې د روان کال په لړکې به دا ولايت له باغران څخه ترديشو ولسوالۍ پورې په بشپړه توګه د مخالفينوله منګولوڅخه خلاصوي اوډاډ من امنيت به راولي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.