هند او امریکا له پاکستان وغوښتل، چې د ترهګرو پر ضد چټک اقدام وکړي

هند او امریکا له پاکستان وغوښتل، چې د ترهګرو پر ضد چټک اقدام وکړيهندي رسنۍ وايي: هند او امریکا له پاکستان غوښتي، چې د ممبۍ د ترهګریز پلان برید ګر باید ژر تر ژره محکمي ته راکاږي . ورځپاڼه زیاتوی امریکي د پاکستان له پخوانیو عناصرو او مافیايي ډلو لکه لشکر طیبه، القاعده او حقاني نیټ ورک د ورانکاریو له ډیرښت سخت انتقاد کړی  او له پاکستان څخه یې په جدي‌ډول غوښتي، چې  ژر تر ژره یې پر ضد اقدام وشي.

د ممبۍ په برید کې ۱۶۶ کسان مړه او ۲۹۳ نور ټپیان شوي وو، داسې ویل کیږي چې دا برید د ۲۰۰۸ تر ټولو ستر برید و. همدا علت دی، چې دا برید د امریکي د ۱۱ سپټمبر برید سره پرتله کیږي.

دا د هند او امریکا شریکه اندېښنه ده،  چې د لشکر طیبه، حقاني شبکه، جیش محمد او القاعده لخوا ټولې سیمې ته خطر واقع دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل: موږ په پنجاب ګردسپور او کشمیر کې د ترهګرو لخوا ترسره شوي بریدونه په سختو ټکو غندو.

همدا ډول د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشمه ساوراج وویل:

د امریکي له دې دریځ څخه مالومیږی چې موږ د ترهګري پر ضد مبارزه کول غواړو.

دواړو هیوادونو د پوځي روزني، چاپیریال او اقتصاد او انرژي په برخو کې تړونلیکونه لاسلیک کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل :موږ داوړو هیوادونو د خپلواکه، سوله ییز او سوکاله افغانستان په اړه یو ځل بیا هوکړه وکړه.

د یادونی وړ ده چې د هند صدراعظم مودی همدا نن  ایرلینډ او امریکا ته خپل اووه ورځنی سفر نن پیل کړ.

تبصره وليکئ