هند: د  افغانستان قانوني او مشروع حکومت باید افغان سوله کې شامل وي

هند: د  افغانستان قانوني او مشروع حکومت باید افغان سوله کې شامل وي

محور؛ جمعه، د وږی میاشتې ۲۲ مه:

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان قانوني حکومت باید د سولې په روانه پروسه کې برلاسی او شامل وي.

د یاد د هېواد د خارجه وزارت ویاند راویش کومار تېره ورځ یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې چې دوی د افغانستان پرمختګونه او وروستي بدلونونه له نږدې څاري.

هند تر دې وړاندې هم ویلي و چې د سولې پروسه باید د افغان حکومت په مشرۍ مخ ته لاړه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.