هوايي‌ځواکونو هغه موټر بمبار کړي چې د ملي‌امنیت اسناد یې تښتول

هوايي‌ځواکونو هغه موټر بمبار کړي چې د ملي‌امنیت اسناد یې تښتولد کندوز ولایت د چاردرې ولسوالۍ پرلاره امریکايي هوايي ځواکونو هغه دوه موټر بمبار کړي‌او له منځه وړي‌ د ښار د ملي امنیت له دفتر یې غلا کړي‌اسناد لېږدول. دغه موټرونه د طالبانو په لارښوونه چاردرې ته تلل چې نن مازیګر پنځه بچې ورباندې برید وشو.

کله چې وړمه شپه طالبان د کندوز ښار ته ننوتل ډېرې دولتي‌ودانۍ یې ونیوې او له هغه ځایه یې وسلې، مهمات، دریشۍ او نور خوندي توکي له ځان سره یوړل. راپورونه وايي، ملي امنیت مشر رحمت الله نبیل وايي، چې د ملي امنیت له ځواکونو په کندوز کې داسې څه نه و، پاتې چې مهم وي او دطالبانو لاس ته ورغلي‌وي، خو اوس راپورونه وايي، چې دا مواد د انتقال پرمهال د بمبار په وسیله له منځه وړل شوي دي.

تاره ترلاسه شوي‌معلومات په ډاګه کوي چې ساعت وړاندې د هوايي ډګر خواته بیا جګړه پیل شوې او له کابل او نورو سیمو کندوز ته رسېدلي ځواکونه د طالبانو د څپلو په نیت تعرضونه پیل کړي دي.

په کندوز کې لا هم طالبان په دولتي ودانیو کې دېره دي امنیتي‌پوستې یې نیولې دې. د نن ورځې په اوږدو کې طالبانو دوه دولتي او یو خصوصي بانک لوټ کړل، د روشني په نوم د یو خصوصي تلویزیون ودانۍ یې هم وسوځوله. ناتایید شوي راپورنه وايي، چې طالبانو نورې دولتي‌ودانۍ هم سوځولې دي، د زایشګاه شفاخانې دوې نرسانې یې وژلې، درې ځوانان یې په عموي چوک دولت ته د جاسوسۍ په تور تر موټر لاندې کړي‌دي، خو لاهم داخبرونه له دې کبله تایید شوي ندي، چې له سیمې ددقیقو معلوماتو سرچينې غیر فعالې دي.

خلک له ویرې له کورونو نه راوځي او محلي خبریالان له کندوز ښاره وتلي دي.

تبصره وليکئ