واشنګټن اېګزماینر: کابل کې وروستي برید وښوده چې د سولې بهیر کې لږ پرمختګ شو

واشنګټن اېګزماینر: کابل کې وروستي برید وښوده چې د سولې بهیر کې لږ پرمختګ شو

د امریکا ‘واشنګټن اېګزماینر’ خپرونې د (طالبان سوله نه غواړي، خو راځي هر څنګه کېږي افغانستان پرېږدو) تر عنوان لاندې یوه مطلب خپور کړي او لیکي، په کابل د طالبانو د دوشنبې برید وښوده چې د امریکا او طالبانو د سولې په خبرو کې ډېر لږ واقعي پرمختګ شوی دی.

 

مطلب بیانوي چې امریکا د خپل امنیت د ضمانت لپاره د سولې رسمي هوکړې ته اړتیا نه لري او دا چې په افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا باید کلونه وړاندې پای ته رسېدلې وای. خو اوس هم دا کار کېدای شي.

 

لامل يې دا دی چې طالبان د سولې خبرو په جریان کې هم پر افغان امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو خپلو بریدونو ته ادامه ورکوي. د شواهدو برعکس، د امریکا او طالبانو خبرې ښايي په غیرقصدي توګه مسله نوره هم خرابه کړي، طالبان دې ته هڅوي چې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه له تاوتریخوالي کار واخلي، او له جنګه ستړې امریکا ژر وتلو ته اړ کړي.

 

سږکال د ځینو سطحي پرمختګونو په اړه خبرې کېدې چې امریکا او طالبان پر یوه مسوده هوکړه سلاشوي دي تر څو امریکا خپل پوځونه وباسي او طالبان به نه پرېږدي ترهګر د افغانستان له خاورې عملیات وکړي. خو له هغې وروسته بیا ډېر لږ څه ترلاسه شوي دي.

 

مطلب وروسته کاږي چې د اوربند او بین الافغاني خبرو مسله د افغانانو امنیتي موخې دي، نه د امریکایانو.

 

مطلب په پای کې وايي، هېڅ کوم داسې دلیل نشته چې طالبان دې دلته ښه نیت ولري. خو که طالبان ښه نیت هم ولري، امریکا د خپل امنیت د تضمین لپاره د طالبانو همکارۍ ته اړتیا نه لري. دا منطق ښيي چې د امریکا وتل پر طالبانو د اعتماد پورې تړلي نه دي. امریکا د وتلو لپاره د چا اجازې ته اړتیا نه لري.

 

د القاعدې مسله هم د امریکا خپله ستونزه وه. ۶۸ ځله د القاعدې الوتکه تښتونکي چې د ۹/۱۱ برید يې وکړ، د امریکا تر پولو تېر شوي دي او د الوتنو په ښوونځیو کې یې زده کړې کړي دي او په نهو (۹) آیالتونو کې یې فعالیت کړی دی.

 

د امریکا استخباراتو ۲۳ فرصتونه لرل تر څو د سپټمبر یوولسمې بریدونه ودروي.

 

په لنډو کې، دا برید د افغانستان له کومې اډې نه و شوي، بریدګرو د امریکا ويزې اخیستې وې، انګلیسي یې زده کړې وه، د الوتنو ښوونځیو ته تلل، بانکي حسابونه يې پرانیستي و، ګاډې يې پېرودلي وو او اپارټمانونه يې کرایه کړي و – دا ټول کارونه يې په امریکا کې دننه کړي و، نه په افغانستان کې.

 

په افغانستان کې د امریکا اوسېدل او د ملت جوړونې کار مخته بېول د دې تضمین نه کوي چې بیا به داسې پېښې نه رامنځ ته کېږي.

 

بې پایه جګړه نه ضرور ده او نه موثره. که اړتیا وي، امریکا د ترهګرو په وړاندې د وړې کچې بریدونه کولای شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published.