وروستي راپورونه وايي چې کندوز سقوط وکړ

وروستي راپورونه وايي چې کندوز سقوط وکړله کندوز ولایت څخه وروستي ترلاسه شوي معلومات وايي، چې دغه ولایت د طالبانو په لاس سقوط کړی او امنیتي ځواکونه له سیمو په شا شوي دي.

امنیتي سرچینې وايي، چې دوی د تلفاتو د مخنیوي له کبله په ځینو نقطو کې پشا تګ کړی دی.

د کندوز ښار ترنیمايي زیاتې سیمې د سهار تر لمر ختو مخکې د طالبانو لاس ته لوېدلې وې.

یو ځايي خبریال وايي ، څو شیبې مخکې مې د کندوز له امنیه قوماندانۍ مقاماتو سره خبرې وکړې، هغوی تاييد کړه چې د مقاومت وروستۍ نقطه امنیه قومانداني ده خو دوی هم نور غواړي داسیمه خوشي کړي او له سیمه پرېږدي.

د کندوز والي په تاجکستان کې دی،‌ راپورونه وايي چې د امنیت امر هم په کندوز کې نه و، او امنیه قوماندان له سهاره قومانده نشوه ورکولای.

په همدې حال کې په جمهور ریاست کې بیړنۍ غونډه روانه ده چې د کومکي ځواکونو د لېږلو لپاره نوي تدابیر ونیول شي. تر دې وړاندې له تخار څخه هم یوه جوپه افغان پولیس د افغان ځواکونو مرستې ته سیمې ته رارسېدلي وو.

خبریالان وايي، جګړه په کورونو کې روانه ده او تلفات ډېر دي، خو له دې کبله چې روغتون د طالبانو په لاس کې دی نو کره معلومات د مرګ ژوبلې په اړه نشي ترلاسه کېدای.

له کندوز څخه د خواله رسنیو چلوونکي او خبریالان لیکي چې د افغان سرتیرو میړانې ته سلام خو چارواکي دې په دې تړاو ضرور وپوښتل شي. دوی تاييدوي چې ښار د طالب وسله والو لاس ته لوېدلی او هغوی په لارو کوڅو کې ګرځي.

یو مقام وايي چې طالبانو له امنیتي پوستو او ځینو خوندي ځایونو دېرې زیاتې وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.‌

تبصره وليکئ