وروستي عملیات: طالب جنګیالي له کندوز څخه وایستل شول

وروستي عملیات: طالب جنګیالي له کندوز څخه وایستل شولپه کندوز کې نن سهار افغان ځواکونو د طالب وسله والو پرضد خپل وروستي اما سخت عملیات پای ته ورسول. پر کندوز د طالبانو دا تر ټولو خطرناک برید و، چې څلور ورځې دغه ښار د طالبانو په لاس کې پاتې شو او وروسته یې دوه ځله پرښار هجوم راوړ. د جګړې موازنه د طالبانو او کله افغان ځواکونو په ګټه هره ورځ بدلیده خو وروسته له هغې خلک په اندېښنه کې شول چې وړمه شپه طالبان یوار بیا د کندوز ښار تر چوک پورې ورسېدل.

تازه راپورونه وايي، چې افغان ځواکونه د لومړي‌ ځل لپاره په ټول ولایت حاکم شوي او یوازې د بالاحصار په خواوشا کې سپکې ډزې اورېدل کېږي.
په ځينو سیمو کې طالبان د خلکو په کورونو ننوتي وو او د ملکي تلفاتو د مخنيوي په خاطر افغان ځواکونه نه توانېدل چې هلته یو اړخیز عملیات ترسره کړي. ځکه نو لاهم هغه طالبان چې د ژوندي وتلو لاره نه ويني هڅه کوي تر اخره وجنګېږي او د بقا لپاره هڅې وکړي.

د لومړنیو راپورونو له مخې د کندوز په جګړه کې ۴۸۰ وسله وال یاغیان وژل شوي دي. که د کندوز جګړه د طالبانو لپاره ترټولو اهمیت لرونکې وه، داشمیر تلفات هم د طالبانو لپاره په تېرو ۱۲ کلونو کې د یوې سیمې د نیولو او ساتلو لپاره تر ټولو زیات او وېرونکي دي.
ځینې راپورونه وايي، له همدې کبله طالبانو ته ددوی د مشرانو له خوا امر شوی، چې په کندوز کې له مقاومت لاس واخلي او په بیړنۍ توګه د ښار له څنډو ووځي.

دا یوازې د تلفاتو هغه شمیر دی چې د جنګ په میدان پاتې شوي دي، پرکندوز د طالبانو د جنګ په لومړیو دریو ورځو کې او پر هوايي ډګر او بالاحصار د برید پرمهال، همداراز د هوايي بمبار له امله د ډېرو نورو وژل شوو طالبانو جسدونه چاردرې او قلعه زال ته واایستل شول او ښايي ځینې جسدونه نورو سیمو ته هم انتقال شوي وي.

ځايي خلک اوس ښار ته راوځي، او ډېری خلک هڅه کوي، ورځني ضروري توکي له دکانونو او مارکېټونو پوره کړي.
د کندوز خلک وايي، لاهم ویره شته چې طالبان به بیرته راوګرځي، یوازینی حل لاره داده چې افغان ځواکونه د ښار د نیولو له تجلیل ورتیر شي او څو ګامه وړاندې په ولسوالیو کې دېره طالبان چې د نور شمال په خورو سیمو کې د غلچکیو بریدونو تابیا لري، له پښو وغورځوي.

تبصره وليکئ