وزیر: د عمران خان خلاف د مولانا فضل الرحمن د دریځ ننګه کوو

وزیر: د عمران خان خلاف د مولانا فضل الرحمن د دریځ ننګه کوو

محور؛ چهارشنبه، د لړم میاشتې ۱۵ مه:

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزیر ویلي، د عمران خان حکومت خلاف د مولانا فضل الرحمن د هغه دریځ ننګه کوي چې ویلي يې دي پنجاب دې د “ورکو” خلکو ځواب ورکړي چې چېرته دي او څه یې کړي؟

علي وزیر ټینګار کړی دی، هر څوک او هر بنسټ چې  دغه غږ پورته کوي، دوی به یې ملاتړ وکړي.

د جمعيت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان بېګاه شپه اسلام اباد کې خپلو پلویانو ته وینا کې ويلي، کوم خلک چې د ترهګرۍ په نوم بې تري تم شوي، عمران خان یې باید ځواب ورکړی.

Leave a Reply

Your email address will not be published.